ایکنا نیوز د آیتالله جوادي آملي د رسمي ویبپاڼې له قوله راپور راکړی، آیتالله جوادي آملي د دوشنبې په ورځ ، د ۱۴۰۴ کال د غواي ۲۲،د عتبات عالیات د سفر په دوام کې ، په نجف اشرف کې له ستر دیني مرجع آیتالله سیستاني په بیت کې له دغه لوي مرجع تقلید سره ولیدل او خبرې اترې ئې وکړې.
دا لیدنه په صمیمي فضا کې د علمي، اخلاقي او د اسلامي نړۍ د مسایلو په اړه ترسره شوه.
د راپور له مخې، آیتالله سیستاني د ښه راغلاست او په عتبات عالیات کې د هغه د شتون په توفیق د خوښۍ په څرګندولو سره، د تسنیم تفسیر د شیعیت لپاره ویاړ وباله او و ې ویل: تاسو ۴۰ کاله د قران کریم په حضور کې وئ او زحمت مو کښلی، دا اثر مو د شیعیانو لپاره ویاړ دی.
د تقلید د غه لوي مرجع وویل: اصل او چورلیز قران کریم دی؛ د اهل بیت (ع) روایات باید له قران سره وړاندې شي او یوازې هغه وخت د استناد او عمل وړ دي چې له قران سره سمون ولري.
آیتالله سیستاني ټینګار وکړ: د قم علمي حوزې ته زمونږ نظر د نجف له حوزې سره هېڅ توپیر نه لري او په خپل توان سره به هر هغه څه چې ممکن وي د علمي حوزو لپاره ترسره کړو.
د تقلید دغه مرجع همداراز د دغې لیدنې له امله د خوښۍ په څرګندولو سره، آیتالله جوادي آملي ته وویل: مونږ ستاسو صفات او علمي آثار ډېر اورېدلي وو، خو اورېدل به کله د لیدلو په څېر وي!
آیتالله جوادي آملي هم د آیتالله سیستاني د ممتاز شخصیت په ستاینې سره وویل: ستاسو په څېر د یو لوی شخصیت شتون د علمي حوزو او اسلامي ټولنې لپاره لوي نعمت دی. تاسو د شیعیانو او د عراق د خلکو لپاره د یو مهربان او دلسوز پلار په څېر یاست، ان شاءالله ستاسو سیوری تل پایښت ولري.
د تقلید دغه مرجع د عراق په هېواد کې د مرجعیت د برجسته رول په یادولو سره زیاته کړه: د نجف علمي حوزه، که په مستقیمه توګه وي او که په غیر مستقیمه توګه، د اسلامي نړۍ لپاره د ډېرو برکتونو سرچینه ده؛ د ټولنیز نظام په ساتنه او د داعش په څېر تکفیري بهیرونو سره په مبارزه کې ستاسو رول تاریخي او تلپاتې دی.
https://iqna.ir/fa/news/4282094